AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۵ ۲۳:۴۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85681122
T T
۰ Persons

Tags

د سالنګ لویه لار به په ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ خلاصه شي

کابل– ایرنا– د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لار به په ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې په روان کال کې اسلامي امارت د پلان له مخې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې پیل کړې وې، اوس د دغو ګالریو د بیارغونې او د دغو ګالریو ترمنځ د کانکریټ کولو کار بشپړ شوی چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 ‏د یادې لویې لارې د کانکریټي برخو کار په دریو طبقو کې ترسره شوی دی، چې د لومړۍ (فلتر لیر) طبقې ضخامت ۴۲سانتي متره، د سي ټي بي(CTB) طبقې ضخامت ۱۵سانتي متره او د وروستۍ (سیخ لرونکي) کانکریټ طبقې ضخامت یې ۲۸.۵ سانتي متره دی، چې ټولټال ضخامت یې تر ۸۵.۵سانتي مترو پورې رسیږي.

 همدارنګه په اچول شوي کانکریټ باید ۲۰ورځې نورې تېرې شي، تر څو د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو شي، نو په همدې اساس به یاده لویه لار د مرغومي له ۴مې نېټې به د وسایطو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

 د دوشي – خنجان د پنځه کیلومتره سړک د اسفالټ کار هم بشپړ شوی او پاتې چارې یې روانې دي.

 د ایرنا د خبر له مخې، تېر کال د افغانستان د حکومت د فواید عامې وزارت د دغې لویې لارې په ۱۶م تونل او ګالري او ځینو نورو برخو کې کانکریټ اچولی و.

 د پیغام پای/  

Your Comment

You are replying to: .